قزاقستان د ډبرو سکرو کان کې د لسګونو کسانو په مړینه نن ماتم اعلان کړی
چارواکي وايي په قراغندي سیمه کې د پرونۍ دغې اورلګېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۴۳ ته زیات شوی دی.
د قزاقستان د اضطراري حالاتو وزارت وايي، د درېیو تري تم شویو کان کیندونکو د موندنې هڅې روانې دي.
د پېښې پر مهال په کان کې ۲۵۲ کسان حاضر وو.
د اورلګېدنې علت معلوم نه دی.