نړیوال جام؛ هندوستان انګلستان ته ماتې ورکړه
دا په روان نړیوال جام کې د هندوستان پرله پسې ۶مه بریا وه.
په دې سیالۍ کې انګلستان پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.
هند د لوبډلمشر روحیت شرما د نیمه سلیزې پر مټ د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه.
روحیت شرما ۸۹ او سوریا کومار یادو ۴۹ منډې کړې وې.
انګلستان ته په توپ اچونه کې ډیویډ ویلي ۳، کریس ووکس او عادل رشیده دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو.
انګلستان د هدف په ترلاسه کولو کې یو وار بیا پاتې راغلل او ټول لوبغاړي یې په ۳۵م اور کې په ۱۲۹ منډو وسوځیدل.
هند ته په توپ اچونه کې محمد شامي ۴ او کولديپ یادو ۳ لوبغاړي وسوځول.
هندی لوبډلمشر روحیت شرما د دې لوبې د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزه وګټله.
انګلستان تر دې ماتې وروسته د نومرو په جدول کې وروستي مقام ته را ولویده.
د ویلو ده چې سبا د اکټوبر په ۳۰مه نېټه افغانستان او سرېلانکا سره سیالي کوي.