ایران کې د یوې نجلۍ مړینې مظاهرې پارولې دي
![ایران کې د یوې نجلۍ مړینې مظاهرې پارولې دي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-e40f-08dbdad303ba_tv_w800_h450.jpg)
په ایران کې تر هغې وروسته بیا مظاهرې پیل شوې دي چې د ګشت ارشاد پولیسو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د حجاب نه کولو په تور نیوله چې هغه بېهوښه شوه او څه موده وروسته په روغتون کې مړه شوه. د آرمیتا ګراوند په جنازه کې لسګونه کسانو ګډون وکړ. ایرانیو چارواکو د هغې کورنۍ له خبریالانو سره له خبرو منع کړې ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د حجاب قانون سرغړونې په تور د مهسا امیني ګرفتارۍ او بیا مړینې په ایران او د نړۍ په یوشمېر برخو کې پراخې مظاهرې پارولې وې. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.