پاکستان کې يوشمېر افغان کډوال وايي افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي
د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درېيمه په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته امر وکړ چې د میاشتې تر پای پورې دې په خپله خوښه ووځي، که نه تر هغې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې بې اسناده بهرنیان په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.