پاکستاني چارواکي: په دېره اسماعیل خان کې چاودنې پنځه کسان وژلي
د ژغورنې ډلې وايي، په ژوبلو کې د ترافیکو یو پولیس او يوه ښځه شامله ده.
د پولیس چارواکو په خبره، دا چاودنه نن هغه وخت وشوه چې ټانک اډې سره د پوليسو د ګزمې موټر په تېرېدو و.
پوليس چارواکي وايي چې د چاودنې د څرنګوالي په باب پلټنې پيل شوې دي.
تر دا مهاله د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.