'ډبلیو ایف پي' په ژمي کې د افغانانو لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
!['ډبلیو ایف پي' په ژمي کې د افغانانو لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري](https://gdb.rferl.org/08610000-0a00-0242-1810-08d9fc38b5bf_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ژمي کې د کورنیو د لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، په افغانستان کې سخت ژمي ته یوازې یو څو اوونۍ پاتې چې له کبله به یې په غرنیو سیمو کې د واورو او کنګلونو له کبله د خلکو د تګ راتګ لارې تړلې وي.
د افغانستان په سړو سیمو کې هر کال د واورې له اورېدو سره عمدتاً مواصلاتي لارې تړل کېږي او زیاتې کورنۍ په سختۍ د اړتیا وړ خوراکي مواد ترلاسه کوي.