یونانیان د سوځېدلي ځنګل د بیارغونې غوښتنه کوي خو ایا دا ممکنه ده؟
![یونانیان د سوځېدلي ځنګل د بیارغونې غوښتنه کوي خو ایا دا ممکنه ده؟](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-889f-08dbdea215c6_tv_w800_h450.jpg)
د یونان د ایوروز سیمې د دادیا په ځنګل کې د اګست پر ۱۹مه اور لګېدلی وو چې له وجې یې په سلګونه هېکټره ځمکه متاثره شوې او ګڼ ځناورو او مرغانو ته هم زیان رسېدلی وو. د هغې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اور له وجې ورته اقتصادي تاوان رسېدلی او باید حکومت د ځنګل بحالۍ لپاره اقدامات وکړي خو چارواکي وايي چې متاثره سیمه څاري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.