سبا د کرکټ نړيوال جام د سياليو پايلوبه د هند او اسټراليا ترمنځ ده
![سبا د کرکټ نړيوال جام د سياليو پايلوبه د هند او اسټراليا ترمنځ ده](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-48f5-08dbe61b86c3_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې سبا د هند په احمد اباد کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې د یو ورځني کرکټ نړیوال جام پایلوبه د کوربه هند او اسټرالیا ترمنځ وشي.
د نریندرا مودي د کرکټ سټیډیوم په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو لوی لوبغالی دی چې د یولک او دوه دېرش زره لیدونکو لپاره ځای لري.
په نیمه پایلوبه کې هند نیوزیلنډ ته او اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.