د غزې چارواکي: له الشفا روغتونه اکثره ناروغان، کارکوونکي او پناه اخیستونکي ووتل
![د غزې چارواکي: له الشفا روغتونه اکثره ناروغان، کارکوونکي او پناه اخیستونکي ووتل](https://gdb.rferl.org/4b729291-a569-4c57-97b4-1bd3b2de81b1_w800_h450.jpg)
په غزه کې روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې له الشفا روغتون څخه اکثر ناروغان، روغتیایي کاروونکي او هغه بېځایه شوي چې دلته یې پناه اخیستې وه نن ووتل.
د غزې په تړانګه کې الشفا روغتون تر ټولو ستر روغتون دی چې تېره اوونۍ اسراییلي ځواکونو ونیوه.
د روغتون چارواکو نن له اسراییلي ځواکونو د روغتون د تخلیې امر ترلاسه کړ.
اسراییلي ځواکونو ویلي، هغه کسان چې وځي هغوی ته به لاره ورکړي چې په خوندي ډول ووځي.