د ارمنستان صدراعظم: ایروان او باکو د سولې تړون په ابتدایي ټکو موافقه کړې
![د ارمنستان صدراعظم: ایروان او باکو د سولې تړون په ابتدایي ټکو موافقه کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d733-08dbd95c294b_cx6_cy9_cw93_w800_h450.jpg)
د ارمنستان صدراعظم وایي، ایروان او باکو د سولې تړون په ابتدایي ټکو موافقه کړې، خو دواړه لوري مخالفه ډیپلوماتیکه ژبه کاروي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان پارلماني غونډې ته چې نن په ایروان کې پیل شوه، نیکول پاشنیان وویل، اذربایجان باید هغو درېیو اصولو ته چې د سولې لپاره وار له مخه موافقه پرې شوې، علني ژمن ووسي.
ایروان وایي، موافقه شوې چې ارمنستان او اذربایجان به د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني، پولي به د ۱۹۹۱م کال د الماتا د اعلامیې له مخې ټاکي او سیمه ییز تجارت به پرانیستل کېږي.
ارمنستان او اذربایجان په تېرو درېیو لسیزو کې د نګورونو قره باغ د ملکیت پر سر څو ځله جګړې کړې دي او دا سیمه په سپټمبر کې اذربایجان ونیوله.