پېښور کې فرهنګي مېله او د موسیقۍ او اتڼ محفل شوی دی
![پېښور کې فرهنګي مېله او د موسیقۍ او اتڼ محفل شوی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-aed3-08dbe8dc9c3a_tv_w800_h450.jpg)
د پېښور په اېډورډز کالج کې د پښتونخوا رنګونو په نوم یوه ورځنۍ کلتوري مېله شوې ده. د نومبر ۱۸مې په مېله کې زده کونکو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو دودیزې جامې او خواړه نندارې ته ایښي ول. دا راز ګډونوالو د پنجاب، بلوچستان، چترال او نورو سیمو فرهنګي توکي هم خوښ کړل. په مېله کې د موسیقۍ پروګرام هم وو چې پکې ځوانانو اتڼونه وکړل. ویډیويي رپورټ.