هند د یوه نړیدلي تونل د کارګرو د ژغورنې هڅې پيل کړي
![هند د یوه نړیدلي تونل د کارګرو د ژغورنې هڅې پيل کړي](https://gdb.rferl.org/5CB566BB-B37A-43A2-AB10-E086E3448A2B_w800_h450.jpg)
د هند چارواکو په یوه نړېدلي تونل کې د کارګرو د ژغورنې په اړه تازه هڅې پیل کړې دي.
په همالیا کې د تېرې اوونۍ د ژغورنې هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
د نوامبر میاشتې له ۱۲مې ۴۱ کسان په یوه تونل کې راګیر پاتې دي او د یوه پایپ له لارې ورته خواړه رسول کېږي.
د دې تونل د نړېدو علت معلوم نه دی.
د ژغورنې کارکوونکي د جمعې په ورځ په افقي ډول د څه کم پنځه نیم کیلومتره تونل پر لوري د سمڅې په کیندلو بوخت وو، چې د کیندنې دستګاه ماته شوه.
اوس د ژغورنې ډلې پر بدیلو لار غور کوي، له دې ډلې د یوې عمودي سمڅې پر کیندلو او د یوې ۱۵ سانتي متره لولې پر ځای پر ځای کولو.