د ارمنستان صدراعظم: اذربایجان سره په دیپلوماتیکو ژبو خبرې کوو
د ارمنستان صدارعظم نیکول پاشینیان وايي، که څه هم له اذربایجان سره د سولې د تړون په اړه په اصولو کې سلا شوې، خو بیا هم دواړه هېوادونه په بېلابېلو ډیپلوماتیکو ژبو خبرې کوي.
اذربایجان په سپټمبر میاشت کې په بېلتونپاله سیمه نګرنو قره باغ کې پوځي کمپاین پیل کړ.
دغه عملیات د دې سبب شو، پر دې سیمه په خټه د ارمنانو د درېیو لسیزو واکمني ختمه شي.
له دې سره د دې سیمې څه باندې یو لک او ۲۰زره اوسېدونکي کډه شول. نګرنو قره باغ په نړیواله سطحه د اذربایجان د برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوې ده.
د ارمنستان صدراعظم پاشینیان د پارلمان غونډې ته په خبرو کې وویل، دا ښه خبره ده چې له اذربایجان سره د سولې پر بنسټیزو اصولو موافقه شوې ده.
د ده په وینا، په دغو اصولو کې دا موضوع هم شامله ده چې ارمنستان او اذربایجان د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت وپېژني.