راپورونه: طالبانو بلال کریمي چین ته د خپل سرپرست سفیر په توګه استولی
ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي، په چین کې د طالبانو د سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو پرون رسنیو ته ویلی چې بلال کریمي د چین پلازمېنې پیکنګ ته رسېدلی او ډېر ژر به خپله دنده رسماً پیل کړي.
که څه هم د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د پاکستان، ترکیې، روسیې او ځینو نورو هېوادونو تر څنګ چین، د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.
د چین حکومت د وږي/سنبلې میاشتې په وروستیو کې جاو شینګ د کابل لپاره د خپل سفیر په توګه ولېږه چې شینګ خپل باورلیک د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن ته وسپاره.