په تاشکند کې د یهودانو د یو عبادتځای پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکل شوي
![په تاشکند کې د یهودانو د یو عبادتځای پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-2521-08dbeeaebb6d_cx8_cy0_cw76_w800_h450.jpg)
نامعلومه کسانو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د یهودانو د یوه عبادت ځای یا کنیسې پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکلي دي.
د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې د ازفرنټ ټیلګرام چېنل په حواله نن دوشنبه دغه خبر ورکړی دی.
دغه شعارونه داسې مهال لیکل شوي چې د ازبکستان چارواکي ادعا کوي چې د عبادتځای شاوخوا یې امنیتي تدابیر جدي کړي دي.
په غزه کې د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، له جګړې سره همهاله اسراییلي چارواکو په ازبکستان کې د یهودانو ضد اقداماتو خبرداری ورکړی و.
دغه پېښه په ازبکستان کې چې اکثره وګړي یې مسلمانان دي د رسنیو له سترګو پټه ساتل شوې وه.