کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰م تلین لمانځل شوی دی
![کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰م تلین لمانځل شوی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-e170-08dbf3d07b8c_tv_w800_h450.jpg)
د پښتونخوا ملي عوامي غړو او پلویانو د هغه ګوند د بنسټګر او د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰م تلین لمانځلی دی. په کوټه کې د ډېسېمبر دویمې په غونډه کې په زرګونو کسانو ګډون وکړ. اڅکزی، چې د خان شهید په نوم یادېږي، د خپل ژوند درې لسیزې یې په زندان کې تېرې کړې وې. هغه د ۱۹۷۳ز کال د ډېسېمبر پر دویمه په خپل کور کې د لاسي بم په برید کې ووژل شو. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.