په ویانا کې د طالب ضد څېرو ناسته پای ته ورسېده
![په ویانا کې د طالب ضد څېرو ناسته پای ته ورسېده](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-2b59-08dbf5aaefe9_tv_w800_h450.jpg)
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالب ضد څېرو درې ورځنۍ ناسته چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې وه، پای ته ورسېده.
د دې ناستې یو ګډونوال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود و.
هغه وویل، د افغانستان په تړاو د لار نقشې په جوړولو هوکړې ته رسېدلي.