د منظور پشتین د نیولو پر ضد په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي
![د منظور پشتین د نیولو پر ضد په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-b791-08dbf62415fd_tv_w800_h450.jpg)
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي. په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم کارکوونکو ته د احتجاج اجازه ور نه کړه او تر ۲۰ زيات کسان، چې د احتجاج لپاره ورغلي ول، نیولي دي.
تفصیل په دې ویډیو کې