د لوبو له میدانه؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه
![د لوبو له میدانه؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-62b4-08dbf4754c3d_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ پيلېږي چې افغان لوبډله هم په کې ګډون کوي.
هند تر نړیوال جام وروسته اسټرالیا ته ماتې ورکړه.
د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال نړیوال جام جرمني وګاټه.
د ښځینه بیګ بیش لیګ پایلوبه اډلیډ لوبډلې وګټله.
د خپرونې په دویمې نیمايي کې درته د لوبغاړو په فزیکي تکړښت مرکه وړاندې کېږي.
په مرکه کې به واورئ چې یو لوبغاړی خپل فزیکي تکړښت څنګه ساتلی شي او د دې ترڅنګ په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې به د راشدخان ځایناستی څوک وي او لوبډلمشري باید څوک وکړي؟ دا پوښتنې د خپرونې مېلمه پخواني لوبغاړي دولت خان احمدزي ځواب کړي دي.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: