د پاکستان د پوځ مشر وايي د بې اسناده بهرنیانو ایستل د هېواد په ګټه تمامېږي
![د پاکستان د پوځ مشر وايي د بې اسناده بهرنیانو ایستل د هېواد په ګټه تمامېږي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-6829-08dbf3375b2b_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
په کراچۍ کې د طالبانو د واک لاندې د قونسلګرۍ مشر سید عبدالجبار د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ مخکې ۱۱۴ افغانان د کراچۍ له مرکزي او ملیر زندانونو څخه خوشې شول او د چمن له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.