ملګري ملتونه: پاکستان باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړي
![ملګري ملتونه: پاکستان باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-8bcc-08dbe44b442c_w800_h450.jpg)
ملګرو ملتونو په پاکستان کې د تروریزم د خطر او د کډوالو د حضور د نامستند ارتباط پر وړاندې خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو متخصصانو پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دوی په پاکستان کې د روان ۲۰۲۳ له پیله د کورونو د خاوندانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په شمول د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغو دوولس متخصصانو همداراز ویلي، دوی تاییدوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې، خو باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړل شي.