شاه سعود له روایتي شاعرۍ لرې د شعر خپله یوه نوې نړۍ لري
![شاه سعود له روایتي شاعرۍ لرې د شعر خپله یوه نوې نړۍ لري](https://gdb.rferl.org/AB1C8D75-0FB5-40D5-89F1-E960944DCC84_w800_h450.jpg)
شاه سعود خپله اتمه شعري ټولګه تازه چاپ کړه چې «یو څوک به راشي » نومېږي. هغه مشال راډیو ته وویل، کوشش یې وي چې هر کتاب یې له بل نه جلا وي. هغه وايي، یوازې په شعر کې یې فلسفه نه ده ګډه کړې بلکې د ژوند نورو چارو ته هم د فلسفې له زاویې نه ګوري. هغه مني چې فلسفه او شعر ځان ځان له نړۍ دي خو وايي دا چې خپله یې فلسفه لوستې ده نو ځکه یې په شعرونو د فلسفې وزرې خورې دي. په خپرونه کې د ښاغلي سعود خوږه شاعري هم اورېدلی شئ: