چمن کې د پرلت له وجې سلګونه ګاډي بند پاتې دي
![چمن کې د پرلت له وجې سلګونه ګاډي بند پاتې دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-fc4d-08dc01374f08_tv_w800_h450.jpg)
په چمن کې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد د ګوندونو، سوداګرو، پنډیانو (لغړیانو) او ځايي وګړو احتجاجي پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې لري. پرلتوالو د نومبر پر ۲۰مه له چمنه سپین بولدک ته تلونکې لاره هم د سامان وړونکو ګاډو پر مخ وتړله چې له وجې یې ډرېوران له یو لړ کړاوونو او ستونزو سره مخامخ شوي دي.