فلسطينۍ مېرمنه د موسيقۍ له لارې د جنګ ځپلو ماشومانو رواني مرسته کوي
![فلسطينۍ مېرمنه د موسيقۍ له لارې د جنګ ځپلو ماشومانو رواني مرسته کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-93ff-08dc016c3949_tv_w800_h450.jpg)
په غزه کې د اسراييلو او حماس ترمينځ د جګړې له امله بېکوره شوي يوشمېر ماشومان د فلسطين د رفح سيمې په يوه کيمپ کې ژوند کوي. هلته يوې ۲۳ کلنې فلسطينۍ مېرمنې د دغو ماشومانو د رواني روغتيا لپاره د موسيقۍ حلقه جوړه کړې او ماشومانو ته عود ساز غږوي. رويا حسونا وايي د عود غږ له ماشومانو د جنګي الوتکو غږونه له پامه غورځوي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.