خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات څومره امکان لري؟
![خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات څومره امکان لري؟](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-989e-08dc00efe403_tv_w800_h450.jpg)
تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او ټانک ضلعو کې پر پوځ او پولیسو وسلوالو بریدونو ځايي خلک اندېښمن کړي دي. هغوی وېره لري چې که د ناامنۍ پېښې همداسې روانې وي نو ښايي پوځ يې په سيمو کې یو ځل بیا عمليات پیل کړي. دا چې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات څومره امکان لري او د ولس پر ژوند به يې اغېز څه وي، دا موضوع مو دا اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې څېړلې ده.