مولانا فضل الرحمان ويلي له طالب مشرانو سره يې لیدل کتل ګټور ول
د طالبان د حکومت تر واک لاندې د افغانستان له ملي ټېلېويژن او راډيو سره د مولانا فضل الرحمان مرکه چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۱۳ مه خپره شي، پکې نوموړي ويلي دي چې افغانستان ته يې د سفر هدف د پاکستان او افغانستان ترمینځ ستونزې حلول وو.