د پاکستان د نوي پارلمان د کار پيل
د پاکستان د نوي پارلمان غړو نن( د فبرورۍ په ۲۹مه) خپله لومړنۍ غونډه او د لوړې مراسم ترسره کړل.دا غونډه، په دغه هېواد کې له پارلماني ټاکنو څخه درې اوونۍ وروسته په داسې مهال پيل شوه چې په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې موجودې دي.تمه ده چې ژر به د پاکستان پارلمان نوی صدراعظم هم وټاکي.