مسکو ته نژدې مرګونې حمله؛ داعش ولې روسیه په نښه کړه؟
روسي چارواکي وايي، مسکو ته نژدې د تېرې شپې د مړو شمېر له ۱۳۰ کسانو واوښت او اټکل دی چې له دې به ډېر شي.
د روسیې ولسمشر ادعا وکړه چې بریدګرو غوښتل چې اوکراین ته پناه یوسي، خو په وینا یې چې ونیول شول.
خو اوکرایني چارواکو د پوتین دغه ادعا په کلکه رد کړه.
د یادې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
خو ولې داعش په روسیه کې داسې اهداف په نښه کوي؟