له کرغزستانه نور پاکستاني زده کوونکي خپلو کورونو ته ستانه شول
![له کرغزستانه نور پاکستاني زده کوونکي خپلو کورونو ته ستانه شول](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-b8a1-08dc7a7363f5_tv_w800_h450.jpg)
د کرغزستان په سرښار بشکيک کې د مې ۱۷مې او ۱۷مې ترمنيځ شپه کې ځايي خلکو په پوهنتونونو کې بهرني زده کوونکي ووهل. د چارواکي په وينا دا تشدد کوونکي د مصريانو او ځايي خلکو ترمنځ د نښتې يوې ويډيو پارولې وو. په ۴۱ زخمیانو کې ډيری یې پاکستانيان وو. که څه هم کرغزي چارواکو د امنيت ډاډ ورکړی دی خو هلته پاتې پاکستانيوو زده کوونکو هم ځانونه محفوظ نه ګڼل چې حکومت یې پاکستان ته ليږدول پيل کړي دي. د مې تر ۲۲مې پورې نيږدې ۳۰۰۰ شاګردان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په دې اړه د وسیم سجاد ويډيو راپور وګورئ.