په تورخم کې طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې
راپورونه وايي، د دوشنبې په ورځ په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.تراوسه هېڅ لوري د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.تر دې مخکې دواړو لوریو څو ځله د ډیورنډ کرښې په بېلابېلو سیمو کې نښتې کړي چې ځاني او مالي زیانونه یې درلودل.