د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله سبا يکشنبه له بنګلهدېش سره لوبه لري
د ۱۷ کلونو د کمعمره د اسیا جام د فوټبال د مقدماتي سیالیو په لړ کې دا د افغانستان څلورمه او وروستۍ لوبه ده.
دا سیالۍ به کابل پر وخت د مازیګر څلور نیمې بجې شي.
افغانستان د تېرې جمعې په ورځ درې د یو پر وړاندې کمبودیا ته ماتې ورکړه او د اسیا ملتونو جام ته يې لار ومونده.
د اسیا د ملتونو جام سیالۍ په ۲۰۲۵ کال کې پیليږي.