ايران د دغه هېواد د پوليسو پر يوه مرکز بريد کې د ښکېلو ۴ کسانو د وژنې خبر ورکړی
په سیستان او بلوچستان ولایت کې د شنبې ورځې په برید کې لس پولیس وژل شوي وو.
په پاکستان کې مېشتې جیش العدل ډلې د هغه برید مسوولیت منلی دی.
تسنیم د ایران سپاه پاسداران په وینا راپور ورکړی، چې دغو ځواکونو د استخباراتو او پولیسو په ملاتړ د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه څلور "ترهګر" وژلي او څلور نور یې نیولي دي.
د شنبې د ورځې برید، په وروستیو میاشتو کې پهدې سیمه کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.
د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په سیستان او بلوچستان ولایت کې په دوو جلا بریدونو کې د دوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو.