بلېنکن: نړيوالو څارونکو د ګرجستان پارلماني ټاکنې عادلانه نهدي بللي
هغه ویلي، نړیوالو څارونکو دغه ټاکنې ازادې او عادلانه نهدي بللي.
بلېنکن ویلي، امریکایي چارواکي د ټاکنو پر مهال د نړیوالو قوانینو د نقض ټول موارد غندي او د نړیوالو او ځایي څارونکو هغه غږ بدرګه کوي چې، د ټاکنیزو درغلیو په اړه راپورونه دې بشپړ و ارزول شي.
په ګرجستان کې واکمن ګوند د اکتوبر د ۲۶مې پارلماني ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی، خو لوېدیځ پلوه اپوزیسیون بیا د ټاکنو پایلې رد کړي او دا ټاکنې يې د کریملین لهخوا "کودتا" او د "روسیې ځانګړي عملیات" بللي دي.