آیاوايم: له تېر کال راهيسې مو تر دوه زره ډېرو افغانانو ته دندې پيدا کړي
دې سازمان د یکشنبې په ورځ ناوخته په خپله ايکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې، دوی د کوچنیو او منځنیو سوداګریو په برخو کې ښځو، ځوانانو، بېځایه شویو او راستنېدونکو ته تجهیزات، روزنې او مالي مرستې کړي دي.
له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، ډېری افغانانو د کاري فرصتونو له نشتوالي شکايتونه کړي او زياتوي، چې حکومت او نړيوالو مؤسسو دوی ته د کار پيدا کولو لپاره عملي ګامونه نهدي پورته کړي.