ريچارد بېنيټ: کاناډا دې افغانستان کې د بشري وضعيت ښه کېدو لپاره خپل ټينګار ته دوام ورکړي
د ملګروملتونو د ریلیف وېبپاڼې د راپور لهمخې ښاغلي بېنیټ دغه غوښتنه پرون سهشنبې په یوه بیان کې کړې ده.
نوموړي د کاناډا د هغه ټینګ دریځ ستاینه کړې چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول یې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ښه کېدو په تصدیق پورې تړلي دي.
ښاغلي بېنیټ همدارنګه د کاناډا د حکومت د هغه اقدام ستاینه کړې چې له درې نورو هېوادونو، اسټرالیا، جرمني او هالنډ سره په ګډه یې یو مهم لومړی ګام اخیستی او ویلي یې دی چې، له افغانستان سره باید د هغو سرغړونو په خاطر حسابکتاب وشي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو د کنوانسیون لهمخې دې هېواد ترسره کړې دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو دغه ځانګړي راپور ورکونکي چې طالبانو افغانستان ته له سفرڅخه منع کړی ویلي چې، کاناډا ته په شپږ ورځني سفر کې یې په تورنتو او اوتاوا ښارونو کې د افغان فعالانو، خبریالانو او دې هېواد ته د نویو کډه شویو افغانانو په ګډون له یوشمېر افغانانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي، چې ډېرو یې د طالبانو لهخوا د تبعیض او ظلم په اړه خپلې تجربې ورسره شریکې کړي دي.
هغه ویلي چې د لږکیو یوشمېر فعالو ښځو ورته ویلي چې، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د یوې همغږې ستراتېژۍ په نشتوالي کې چې پهدې هېواد کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت ته رسیدګي وکړي، د دوې ټولنې له ناوړه چلندونو سره مخامخې دي.