Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

هاریس او که ټرمپ: د اوکراین لپاره دا څه معنی لري؟

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایله کېدای شي پر اوکراین له هر بل بهرني هېواد څخه زیات اغېز ولري.


کله چې امریکایان د نومبر په پنځمه ولسمشر انتخابوي، د دوی پرېکړه به په ټوله نړۍ کې اغېز ولري.


اوکراین، چې د روسیې په مقابل کې یې دفاع په لویه کچه د امریکا په پوځي، مالي او ډیپلوماتیک ملاتړ ولاړه ده، کېدای شي له هر بل بهرني هېواد څخه پرې زیات اغېز وکړي.


له هغه وخت راهېسې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړی، د ولسمشر جو بایډن د دورې په پای کې، متحده‌ایالاتو یوازې د امنیتي مرستو په برخه کې له اوکراین سره تر ۵۲ میلیارده ډالرو څخه د زیاتې مرستې ژمنه کړه.


امریکا لسګونه میلیارده نور مالي او بشري مرسته هم اوکراین ته ځانګړې کړې ده.


روت ډیرمونډ چې د لندن په کینګز کالج کې د جګړې د مطالعاتو په څانګه کې استاده ده.


دا وايي: "تر ټولو مهم فکتور چې په راتلونکو څو میاشتو کې پېښېږي او زما په اند به د جګړې پایله وټاکي، هغه د امریکا ټاکنې دي."


نوموړې ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل، د رایو پایلې به "په حقیقت کې دا وټاکي چې ایا د امریکا متحده ایالتونه د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او دا چې متحده ایالتونه په کومه کچه ددې هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي.


د جمهوري غوښتونکو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډیموکرات ګوند مرستیالې ولسمشرې کمالا هاريس د اوکراین د ملاتړ په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي دي.




هاريس ویلي، هغه به د بایډن د پالیسۍ تعقیب ته دوام ورکړي او په روښانه توګه یې د روسیې د ماتولو هیله څرګنده کړې ده.


ټرمپ د اوکراین په اړه د امریکا ملاتړ تر پوښتنې لاندې راوستی، ویلې یې دي چې اروپا باید په کییف باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې د ملاتړ په برخه کې لویه برخه واخلي او د ناټو راتلونکی یې هم له شک سره مخ کړی دی.


ټرمپ په دې اړه چې ایا غواړي اوکراین بریالی شي؟ له څه ویلو ډه ډه کړې او په وار وار یې ادعا کړې چې که ټاکنې وګټي، هغه به جګړه په ډېره چټکۍ سره پای ته ورسوي، حتی مخکې تر هغې چې په جنوري میاشت کې رسماً د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.


ډیرمونډ وايي: "په داسې حال کې چې موږ تمه کولی شو چې د هاريس سپینه ماڼۍ به د بایډن د سپینې ماڼۍ په څېر عمل ته دوام ورکړي، یا لږ تر لږه له اوکراین څخه ناڅاپي مخ نه اړوي، ډونالډ ټرمپ په ښکاره توګه ویلي چې هغه غواړي جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي."


د روت ډیرمونډ په وینا: "موږ پوهېږو چې له اوږدې مودې د هغه د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه، چې ان له ۲۰۱۶م څخه مخکې یې هم درلودل، هماغسې چې ویلي یې دي دا وو له روسیې سره جوړ راشي، نو هغه به وغواړي چې جګړه ژر پای ته ورسي او زما په اند د روسیې په شرایطو."



ټرمپ ویلي چې د سولې خبرو لپاره د پوتین شرایط "د منلو وړ نه دي."


ټرمپ وايي، دا د پخوانیو ولسمشرانو په مقایسه د روسیې پر وړاندې سخت وو او ادعا کوي چې که هغه په سپینه ماڼۍ کې وی نو پوتین به پر اوکراین یرغل نه وی کړی.


'نور نه'


په اپرېل کې، ټرمپ وویل چې هغه به د دوهم نړیوال جنګ پر مهال د متحده ایالاتو له خوا د خپلو متحدانو د مرستې لپاره د پیل شوي پور اجاره پروګرام په څېر یو بدیل پروګرام رامنځ ته کړي.



ټرمپ د دې په اړه لږ څه ویلي چې څنګه به د اوکراین پر ضد د روسیې جګړه پای ته ورسوي.




د ۲۰۲۳م کال په جولای کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې، هغه اشاره وکړه چې هغه به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین سره د مرستو د زیاتولو په ګواښ خبرو اترو ته وهڅوي او د دې پر خلاف هغه وویل د اوکراین پر ولسمشر به د مرستو د بندولو په ګواښ فشار راولي.


هغه وویل: "زه به زیلینسکي ته ووایم، نور بس دی. ته باید یو تړون وکړې. زه به پوتین ته ووایم، که ته جوړجاړی ونه کړې، موږ به زیلینسکي ته ډېر څه ورکړو. که موږ اړ شو تر بل هر وخت زیاته څه به ورکړو."


ټرمپ په دې مرکه کې ټینګار وکړ چې په "یوه ورځ" کې به دا جوړجاړی رامنځته کړي.


اوکراینیان وېرېږي، چې د سولې د چټکې موافقې لپاره هر ډول هڅه به د روسیې په ګټه تمامه شي، د دوی د هېواد شاوخوا پنځمه برخه به د مسکو تر کنټرول لاندې پاتې شي او پوتین ته به دا فرصت ورکړي چې د جګړې د درېدو په وخت کې خپلې ځواکونه د راتلونکو بریدونو لپاره پیاوړي کړي.




وینا او کړنې


په هر حال، په دقیق ډول دا چې ګټونکی به واک ته په رسېدو کې څه وکړي، ناڅرګنده ده او یو شمېر بدلیدونکي فکتورونه شته چې د راتلونکي ولسمشر پر کړنو اغېز کولی شي.


د زیلنسکي حکومت د بایډن له ادارې سره ډېر ناخوښ دی، وايي چې د امریکا پوځي مرستې ډېرې ورو او له ډېرو محدودیتونو سره ورځي.


د پرله‌پسې غوښتنو سربېره، بایډن اوکراین ته اجازه نه ده ورکړې چې د اوږدې فاصلې امریکایي توغندیو څخه د روسیې دننه د بریدونو لپاره کار واخلي.


اوکراین لا هم د هوايي دفاع او مهماتو له کمښت سره مخ دی او روسیې ته اجازه ورکوي چې د اوکراین د ښارونو او مهمو بنسټونو بمبارۍ ته دوام ورکړي او د دونېڅک په سیمه کې لا نور پرمختګ وکړي.


په دې میاشت کې، روسیې له ۲۰۲۲م کال د مارچ را وروسته چې د یرغل د پیل دوهمه میاشت وه، تر ټول زیات مځکني پرمختګ کړی دی.


د امریکا د ولسمشرۍ ډیموکراتې کاندیدې کمالا هاريس هم روښانه کړې نه ده چې ایا د مرستو په رسولو کې به چټکتیا زیاته او محدودیتونه به کم کړي که‌نه، هغه څه چې د زیلینسکي د "بریالیتوب پلان" له مهمو ټکو څخه یو دی چې لویدیځو مشرانو ته یې وړاندې کړی او هغوی یې سوړ هرکلی کړی دی.




هاریس د دې پلان پر بل کلیدي ټکي، په ناټو کې د اوکراین د چټکې غړیتوب بلنې په اړه هم تبصره نه ده کړې.


یو فکتور، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې به پر اوکراین او د روسیې پر یرغل اغېز وکړي، د هغه د کابینې جوړښت دی.



راپورونه وايي چې د ټرمپ کمپاین په دې غور کوي چې پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دفاع وزیر په توګه او پخوانی د ملي امنیت سلاکار روبرټ اوبراین د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګماري.




دې دواړو د بایډن اداره د امریکایي وسلو په کارولو د محدودیتونو له امله غندلې او پر روسیې یې د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې ده.


پومپیو په جولای کې په وال سټریټ ژورنال کې په یوه تبصره کې، د اوکراین لپاره د ۵۰۰ میلیارده ډالرو د اوږدمهاله پور پروګرام د جوړولو غوښتنه وکړه څو دغه هېواد وکولای شي خپل ځان دفاع کړي.


نوموړې همدارنګه په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب د بلنې غوښتنه وکړه، هغه څه چې اوبراین "په دې وخت کې ډېر پاروونکي " بللي دي.


'د دیپلوماسۍ کال'


بل بدلیدونکی فکټور کانګرس دی.


که څه هم د امریکا ولسمشران په بهرني سیاست کې زیات واک لري، خو ددې هېواد مقننه ځواک چې د هېواد مالي چارې کنټرولوي، سپینه ماڼۍ د اوکراین د پوځي او مالي ملاتړ په برخه کې د دریځ بدلولو ته اړ ایستلی شي.


د استازو جرګه او سنا کنټرول کېدای شي د نومبر په پنځمه ټاکنو کې بدل شي، داسې چې ډیموکراتان به د استازو په جرګه کې او جمهوري پال به د امریکا په سنا کې اکثریت ترلاسه کړي.


کورټ وولکر، چې له ۲۰۱۷م څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې موده کې د اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي و، تېره میاشت یې ازادي راډیو ته وویل، دا به د اوکراین لپاره ډېر مناسب حالت وي، د جمهوري غوښتونکو په کنټرول کې سنا به د اوکراین سره د مرستو ملاتړ وکړي.


نوموړي باور څرګند کړ چې د امریکا په کانګرس کې به د اوکراین لپاره د پور اجارې پروګرام تصویبول اسانه وي.


وولکر وویل: "زما په اند د اوکراین لپاره د امریکایي مالیې ورکوونکو د پیسو لګولو دلیل وړاندې کول ورځ تر بلې ستونزمنېږي، خو داسې څه چې هغوی هر څومره چې اړتیا لري پور واخلي څو د امریکا وسلې وپېري او جګړه وکړي دا به هیڅ لانجمنه مسئله نه وي، او زما په اند باید پراخ دوه ګوندي ملاتړ ترلاسه کړي."


خو د بهرنیو اړیکو په شورا کې یو شنونکي چارلس کوپچن، ، ازادې اروپا راډیو ته وویل، متحده ایالات به دې ته له پام پرته چې د ولسمشرۍ ټاکنې څوک ګټي، احتمالاً اوکراین د خبرو اترو په لور وهڅوي، ځکه چې د جګړې دوام په لویدیز سرچینو فشار راوړي.


نوموړې وویل تمه لري چې: "۲۰۲۵ م کال به د دیپلوماسۍ کال وي، زه باور نه لرم چېرته چې موږ نن یوو دا به دوامداره وي."


چارلس کوپچن په عین حال کې وویل، د خبرو اترو مېز ته د دواړو اړخونو ته کینولو لاره د اوکراین سره د مرستو بندول نه دي او که داسې څه وشي نو د نوموړي په وینا به "دا پوتین ته بلنه ده چې مخکې راشي."

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России