ايراني چارواکي: په رضوي خراسان ولايت کې هره ورځ تر ۳زره ډېر افغان کډوال نيول کېږي
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن (یکشنبې) د شرافتي راد په قول وویل چې، ده تازه د بېاسنادو افغان اتباعو د راټولولو لپاره وړاندیز شوې سیمه له نژدې کتلې ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا کمپ به د دوغارون سرحد ته نژدې، د ایران په تایباد ولسوالي کې په ۲۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شي.
د رضوي خراسان د بهرنیانو اتباعو او کډوالو د ادارې شمېرې ښیي چې، د دې ولایت په مرکز مشهد کې، چې له تهران وروسته تر ټولو ډېر کډوال پهکې اوسي، شاوخوا ۴ سوه زره کډوال د هویت او استوګنې اسناد لري.