پاکستاني چارواکي: له تېر کال راهيسې د تورخم له لارې تر ۴لکه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
ډان ورځپاڼې نن د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې، تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک پیل شو، وروسته دا لړۍ ورو شوه خو په وروستیو کې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه چټکه شوې ده.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه اعلان کړی و چې، د نوامبر له لومړۍ څخه به ټول بېاسناده کډوال له پاکستانه باسي.
سلګونه زره نور افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته بېرته تللي دي.