طالبانو له ايران او پاکستان د يوشمېر افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
که څه هم په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي، خو په پاکستان او ایران کې مېشتو یوشمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې، د کوربه هېوادونو د حکومتو له پرلهپسې فشار او ځورونو سره مخامخ دي.
دا کورنۍ پهداسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې یوشمېر نور افغانان بیا د بېوزلۍ او په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د نشتوالي له کبله په بېلابېلو قانوني او غیرې قانوني لارو له هېواده د وتلو هڅه کوي.