ډبيلوايفپي: روان کال په څلورو کې هرو درې کورنيو د خوراکي توکو لپاره پيسې پور کړي
د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې کورنۍ د خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره په متوسط ډول ۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پوروړي دي، چې دا د ۵۶۰ ډالرو معادل دی.
لهدې سرهسره، نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری ورکوي چې، روانو شرایطو ته په کتو ګڼشمېر محتاجې کورنۍ د بوديجې د کمښت له امله په راتلونکو میاشتو کې د دې سازمان مرسته نهشي ترلاسه کولی.