ګوتیریش: ونزویلا دې بندیان خوشې کړي
دغه کسان د تېرې جون میاشتې له ټاکنو وروسته د پیل شویو ناکراریو پر مهال نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نیکولاس مادورو په نړیواله سطحه له انتقادونو سره- سره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جولای د ۲۸مې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته، د سیاسي مخالفانو، خبریالانو د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون د خلکو د پراخې ډلې نیول غندي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون مادورو ته د ولسمشر په توګه د لوړې مبارکي ویلې ده.