له پېښوره د افغان سندرغاړو د ایستلو پرېکړه دوه میاشتې وځنډېده
د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې یوې محکمې د شاوخوا دوو میاشتو لپاره افغانستان ته د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ستنولو پریکړه وځنډوله.
دغې محکمې تېره ورځ چارواکو ته امر کړی ترهغې چې د یادو افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې د کېسونو په اړه پریکړه نه وي شوي دوی دې افغانستان ته نه ستنوي.