په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا او قطر تازه هڅې
د قطر منځګړی وايي د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا د متحده ایالتونو د منتخب ولسمشر ځانګړي استازي ته په غزه کې د اوربند پر مذاکرو معلومات ورکړي دي.د قطر تر څنګ مصر او د امریکا متحده ایالتونو هڅه کوي چې په غزه کې پر یوه اوربند موافقه وشي.