اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو نړیواله غونډه؛ له زده کړو محرومې افغان نجونې
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو.په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د نجونو د زده کړو په اړه په کې بحثونه کېږي. له تعلیم محرومې افغان نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې له دې ناستې تمې لري چې پر طالبانو به فشارونه وارد کړي څو نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي