د کالیفورنیا پراخه اورلګېدنه د کمرو له دوربینو
ګڼ عکاسان وايي چې د اور له پراخو او زورورو لمبو یې وحشت کړی
د امریکا په لاس انجلس کې له تیرو څو ورځو راهیسې د لګیدلو اورونو په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمیر لږترلږه یولسو کسانو ته رسیدلی. اورونو شاوخوا لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړې کړي. د زیانونو اټکل د ۱۳۵ او ۱۵۰ میلیارد ډالرو ترمنځ کړی.