د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کورنۍ د عدالت او غرامت غوښتنه کوي
یو شمېر کسان چې ادعا کوي د کورنۍ غړي یا خپلوان یې تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي اوس له نړیوالې ټولنې عدالت غواړي او وايي دوی ته باید غرامت هم ورکړل شي.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې تور لګولی چې د بهرنیو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي په قصدي ډول وژل شوي.