د عمومي حمامونو بندیز افغان ښځې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي
یوشمېر افغان میرمنې وايي، چې پر ښځینه حمامونو بندیز د میندو او کوچنیو ماشومانو ژوند په ځانګړې توګه په ژمي کې ستونزمن کړی دی.دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په کورونو کې د حمام کولو لپاره کافي امکانات نلري.