بې پېلوټه الوتکې د روسیې په کوتوفسک ښارګوټي کې څو تنه ټپیان کړل
سیمه ییز والي ایفګیني پرفیشوف نن په ټلګرام کې لیکلي، دغه کسان د ښیښو د ټوټو له کبله ټپیان شوي وو، چې درملنه یې شوې ده.
پرفیشوف ویلي چې دغو ودانیو اور نه دی اخیستی یوازې برسېرن زیان ور اوښتی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې بې پېلوته الوتکې د اوکراین له خوا توغول شوې وې، خو د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د روسیې پر کومه سیمه د بې پېلوټه الوتکې د حملې راپور نه دی ورکړی.