د لاس انجلس اور نورو سیمو ته غځېدلی
«برینټ ووډ» یوه لوکسه سیمه ده چې ګڼ شمېر مشهور شخصیتونه په کې ژوند کوي.
د لاسانجلس په شتمنه سیمه پاسیفیک پالیسیدز کې د اور وژلو پراخ عملیاتو د شنبې تر وځې (د جنورۍ ۲۲) پورې دوام درلود، ځکه چې دغه اور د شپې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰۰ هکتاره نورې ساحې ته خپور شو.
په ورته وخت کې د دې ځای اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې ممکن د هوا شرایط نور هم خراب شي او اور لا پسې زیات شي.
د لاسانجلس د ښاروال، رابرت لونا، په وینا، ۱۶۶ زره نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې کېدای شي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.