ایف.بي.آی د کابل هوایي ډګر خونړي برید د طراح تازه انځور خپور کړی دی
پټيل پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له دغه انځور سره لیکلي چې محمد شریف الله تېره شپه امریکا ته رسیدلی او د عدالت منګولو ته سپارل کیږي.
د کابل هوایي ډګر په ابي دروازه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشته، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د تخلیې پر مهال، خونړی برید وشو چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.
د برید مسولیت هغه مهال داعش وسله والې ډلې ومانه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ګانګرس ته د وینا پر مهال له پاکستانه مننه وکړه چې د داعش دغه غړی یې نیولی دی.
که څه هم ښاغلي ټرمپ د داعش د دغه غړي هویت په ډاګه نه کړ، خو تېره ورځ د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف وویل چې دغه کس د افغانستان تبع دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل، په پاکستان کې د داعش د غړي نیول، د دې ښکارندویي کوي چې داعش پاکستان ته پنا وړې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.